Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوریې ډموکراټیکو ځواکونو په بشپړه توګه د داعش له ماتې خبر ورکړ

د سوریې ډموکراټیکو ځواکونو په سوریه کې په بشپړه توګه د داعش ماته او د دغې ډلې له خوا د دوی بلل شوي خلافت پای اعلان کړ.

د سوریې دموکراټیک ځواکونه وايي چې په سلګونه داعش جنګیالیو ځانونه هغوی ته تسلیم کړي دي او اوس، داعش په سوریه کې هېڅ سیمه په واک کې نه لري.

د سوریې د ډموکراټیک ځواک یو چارواکی مصطفي بالي د شنبې پر سهار (د وري په ۳ مه) پر داعش د خپلې بریا خبر په ټیوټر کې ټیوټ کړه:«د سوریې ډموکراټیک ځواکونه، د داعش ډلې له خوا بلل شوي خلافت پای او همدارنګه سل په سلو کې د هغوی تر واک لاندې سیمو د نیولو اعلان کوي. په دې بې مخینې ورځ د هغو زرګونو تنو قربانۍ چې په دغې لاره کې شهید شول لمانځو. د هغوی هڅې وې چې دا بریا ممکنه شوه.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم اعلان وکړ چې داعش ډلې په سوریه کې د خپلې ولکې لاندې سیمې له لاسه ورکړي دي.

د داعش ډلې جنګیالیو، په ۲۰۱۴ کال کې د سوریې او عراق د خاورې ځینې برخې ونیولې او اعلان یې وکړ چې په دې سیمو کې اسلامي خلافت رامنځته کوي.

شریک یي کړئ