د جاپان دفاع وزیر، ایتسو نوري اونودیرا، د شمالي کوریا هستوي بېوسلې کولو څخه د هرکلي ترڅنګ پر دې بهیر ټینګار وکړ.
وروسته له دې چې په یوې بېسارې لیدنه کې د شمالي کوریا چارواکو د سویلي کوریا چارواکو سره ولیدل، جاپان هم له دې بهیره خوشاله دی، خو په احتیاط سره ګامونه مخکې اخلي.
د دوشنبې پر ورځ د شمالي کوریا چارواکو د سویلي کوریا له چارواکو سره لیدنه وکړه او ټاکل شوې ده چې د پلاوي غړي جاپان ته هم ولاړ شي.
د جاپان د کابینې مشر، یوشیدي سوګا وویل:«موږ د سویلي کوریا له چارواکو سره خبرې پیل کړې دي. له دې هېواد سره مو همغږې کړې ده چې استازي یې په یوه مناسبه موکه کې جاپان ته راشي. موږ هڅه کوو چې د سویلي کوریا د استخباراتو مشر جاپان ته راشي.»
سره له دې چې شمالي کوریا تېر زیږدیز کال کې ډېر شمېر هستوي توغندي وزامویل، خو اوسمهال یې خبرو ته چمتووالی ښوولی.
همداراز د جاپان دفاع وزیر، ایتسو نوري اونودیرا زیاته کړې:«د پایلو درلودونکو خبرو لپآره باید شمالي کوریا خپل هستوي پروګران په تائید ډول باندې په شا کړي او هستوي بې وسلې کولو لپاره ګام پورته کړي.»
امریکا متحده ایالاتونه هم د پیونګیانګ پر هستوي بې وسلې کولو هرکلی کوي، خو وايي چې ډېر هیلهبښونکی نه دی.
په دې اړه مو اندونه