Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عراق موصل څخه د هالیووډ لوبغاړې انجلینا جولي لیدنه

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د هالیووډ سینما لوبغاړې، اجلینا جولي د عراق موصل ښار څخه په داسې حال کې لیدنه کوي چې څو میاشتې مخکې د دولت پلوو او داعش ډلې ترمنځ په کې سختې نښتې وې.

نوموړې د موصل لویدیځ سیمې ته چې تر ټولو ډېره ورانه ده، سفر کړی دی.

دا وايي:«دا تر ټولو ډېر ورانی دی چې ما له ملګرو ملتونو سره  د خپل کار په موده کې لیدلی دی. دې خلکو هر څه له لاسه ورکړي دي. دوی کم ملاتړ لري. دوی په تش لاس دا ځای جوړوي او ویرانۍ لیري کوي.»

په موصل کې د نښتو له کبله د داعش وسله‎والو، حکومتي ځواکونو ترڅنګ ډېر شمېر ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی، آن د یو شمېر مړي لا هم تر ورانیو لاندې پاتې دي.

جولي په دې اړه وايي:«لا هم مړي تر ورانیو لاندې پاتې دي. د هغوی بوی احساس کيږي. یو شمېر یې د دې کسانو د کورنیو غړي دي چې نه دي توانیدلي ویې لېږدوي. بیا هم دا خلک خوشاله دي، ځکه چې تېر عید کې د داعش تر ولکې لاندې وو، خو اوس آزاد دي.»

دا ۶۱ سفر دی چې انجلینا جولي یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ځانګړې استازې په توګه سره کوي، نوموړې مخکې له دې څلور ځله عراق ته تللې وه.

څو میاشتې مخکې د عراق موصل ښار د داعش تر ولکې لاندې وه، او د جګړو له کبله ورته زیات زیان اوښتی دی

شریک یي کړئ