Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو اعتراض او مرګ ژوبله

د غزې په تړانګه کې اسرائیلو لخوا د فلسطیني سیمو د نیولو یادوون په مناسبت لاریون کې د تاوتریخوالیو له کبله ۳ فلسطینیان ووژل شول او کابو دوه سوه نور ټپیان شول.

زرګونو فلسطینیانو تېره ورځ زیږدیزې مارچ میاشتې په ۳۰مه نېټه د اسرائیلو لخوا د خپلو سیمو د بیا نیونې په خاطر لاریون وکړ، لاریون کوونکي د اسرائیلو ځواکونو له ډزو سره مخامخ شول.

فلسطیني اعتراض کوونکی، عبدالله وویل:« د خراب هوا او باران سره سره زه او کورنۍ مې دې لاروین ته راغلي یوو تر څو ښکاره کړو چې دا خاوره زموږ ده. د ټولو نړیوالو قوانینو له مخې موږ حق لرو چې خپلو سیمو ته راشو.»

بل اعتراض کوونکي، محمود زیاته کړه:«د فلسطینانو د وېښولو او حقوقو د بدنام کولو په موخه هر ډول هڅې ناکامې شي. زموږ د خلکو هر نسل غواړي چې سیمې یې ازادې شي.»

په همدې حال کې د فلسطینیانو د مقاومت خوځښت ویاند، ابوماجد څرګندوي:«لویه لاریون به دوام و کړي او لا به هم لوی شي. موږ ډېرې قربانۍ ورکړې دي، خو پوهېږو چې خپلې موخې یعنې خپلو سیمو ته به ځو او د اسرائیلو کلابندي به ماتیږي، ته رسېږو.»

د امریکا متحده ایالاتو لخوا د اسرائیلو  خاورې په توګه د جولان لوړو او پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسیمت پېژندلو وروسته د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ حالات ترینګلي شوي دي.

په همدې حال کې فلسطینیان وايي دوی به خپل لاریون ته دوام ورکړی تر څو خپلې موخې ته چې د اسرائیلو لخوا د دوی نیول شویو سیمو بیا نیونه ده، ورسیږي

شریک یي کړئ