Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فرانسې ولسمشر: له ایران سره د اټومي هوکړې په اړه ولاړیم

د فرانسې ولسمشر اېمانول ماکرون چې امریکا ته په سفر تللی، وايي هغه له ایران سره د اټومي هوکړې په اړه ولاړیم.

اېمانول ماکرون چې د چهارشنبې په ورځ، د امریکې په کنګره کې وینا کوله، وویل چې فرانسه د امریکې په بلنه له ایران سره د اټومي هوکړې په اړه یوځای شو اوس پر هغه څه یې چې هوکړه کړې، نه لغوه کوي.

د فرانسې ولسمشر په دې اړه زیاته کړه:«موږ د ایران د اټومي پروګرام د کنټرول لپاره یو کاري پروګرام لرو. فرانسه به له ایران سره له اټومي هوکړې ونه وځي او په دې اړه کوم دلیل هم نشته.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، له دې وړاندې  له ایران سره د اټومې هوکړې پر لغوه کېدو ټینګار کړی دی.

د ټرمپ په باور، له ایران سره د اټومي هوکړې لاسلیک او پر ایران د بندیزونو لغوه کول، دا هېواد یې دې ته جوګه کړی ترڅو ډېرو سرچینو ته لاسرسۍ ولري. او د هغه په وینا، دا هېواد له دغو سرچینو په سوریه کې د ترهګرۍ له پراختیا استفاده کوي.

ټاکل شوې ده، ډونلډ ټرمپ د مې میاشتې په ۱۲ مه له ایران سره د اټومي هوکړې د پاتې کېدو او یا هم بهر کېدو په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

شریک یي کړئ