Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مالي مسایلو څار اداره د پاکستان کارکړنې څېړي

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د مالي مسایلو څار بنسټ (فتف) ۹ کسیزه پلاوی ګمارلی تر څو د ترهګرۍ مالۍ تمویل مبارزې په تړاو د پاکستان کارکړې وڅـېړي.

ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به د دولسو ورځو په ترڅ کې پاکستان کې د هغو بنسټونو کړنې وڅېړي چې د پېسو لیږ رالیږد په برخه کې کار کوي.

د مالي مسایلو څار ادارې پلاوی همداراز غواړي څرګنده کړې چې پاکستان د ترهګرۍ مالي تمویل په تړاو پاکستان پر خپلو ژمنو عمل کړی او که نه؟

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې د فتف پلاوی به د پاکستان دولت حقوقي او اداري اقداماتو مرکز چې د ترهګر تمویل سره د مبارزې په برخه کې کار کوي، هم وڅيړي.

د مالي مسایلو څار پلاوی به له پاکستان نه وغواړي تر څو نورو هېوادونو ته د پیسو لېږد په اړه ورته مالومات ورکړي.

پاکستان اوس مهال د مالي مسایلو څار ادارې(فتف) په خړ نوملړ کې دی او که دا هېواد پر کړیو ژمنو عمل ونکړي نو تور نوملړ کې به شامل شي

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې امریکا متحده ایالاتونو د ترهګرومالي تمویل کوونکو هېوادونو تور نوملړ کې د پاکستان نوم شامل کړي.

اوس مهال پاکستان د مالي مسایلو څار ادارې(فتف) په خړ نوملړ کې دی او که دا هېواد پر کړیو ژمنو عمل ونکړي نو تور نوملړ کې به شامل شي

شریک یي کړئ