Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د محکمي په حکم له بنده د نواز شریف او د هغه د لور خلاصون

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او لور یې د دغه هېواد د سترې محکمې د حکم پر بنسټ له بنده ازاد شوي دي.

د پاکستان د لومړي وزیر مقام ته د عمران خان له رسېدو مخکې، نواز شریف د مالي فساد په تور د محکمې له خوا مجرم پېژندل شوی و او په لس کاله بند محکوم شوی و.

په اسلام اباد ښار کې د پاکستان سترې مخکې، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف او د هغه لور مریم شریف له بنده ازاد کړل.

د پاکستان سترې محکمې تېره ورځ د هغوی د وکیلانو د څرګندونو له اورېدو وروسته، پرېکړه وکړه چې نوازشریف او لور یې له بنده ازاد کړل شي.

د نواز شریف یو ملاتړی طیب بلال وویل:«د خدای له غوښتنې سره، دا کار د ډیموکراسۍ بېلګه ده. او د هغو کسانو ماته ده چې په تقلبي توګه یې واک ترلاسه کړی دی.»

د نواز شریف پلویان دا کار په پاکستان کې د قانون د پلي کېدو څرګنده بېلګه بولي.

د مسلم لیګ ګوند سیمه‎ییز مشر نصیر محمد څرګنده کړه:«دا کار د هېواد د اساسي قانون او قانون غوره والی ښيي،انشااالله د نوازشریف او د هغه د لور مبارزه د ټول پاکستان د خلکو په ګټه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د لومړي وزیر مقام ته د عمران خان له رسېدو مخکې، نواز شریف د مالي فساد په تور د محکمې له خوا مجرم وپېژندل شو او په لس کاله بند محکوم شوی و. په همدې ترتیب د هغه لور مریم شریف هم له ورته تور سره په اوه کاله بند محکومه شوې وه.

شریک یي کړئ