د مسلم لیګ ګوند مشر شهباز شریف د جمعې په ورځ (د تلې په ۱۴ مه) د پاکستان له فساد سره د مبارزې ادارې له خوا ونیول شو.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د نوازشریف ورور په یوې سترې ودانیزې پروژه کې د فساد په تور ونیول شو.له دې وړاندې په خپله نوازشریف د همدغه بنسټ له خوا په فساد کې د لاس لرلو په تور په لس کاله بند محکوم شوی وه.
شهبازشریف په دې تورن دی چې په لاهورښار کې د «اقبال روزنتون» کور جوړونې په پروژه کې په فساد لاس پورې کړی دی.
دواړه وروڼه دا تورونه ردوي او بندې کېدل یې سیاسي قضیه بولي.
په همدې حال کې د عمران خان حکومت وايي چې د حساب ورکړې ملي اداره، یو بې پرې بنسټ دی او د حکومت تر ادارې لاندې نه دی؛ خو حکومت حاضر دی چې له دغه بنسټ سره هر ډول مرسته چې لازمه وي وکړي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر فواد چهودري په دې اړه وویل:«زموږ حکومت په دې اړه بې طرفه دی؛ خو د پاکستان د خلکو د استازي په توګه ویلای شم، چې پاکستان یې لوټ کړ باید حساب ورکوونکي وي. دا د حساب ورکړې په درشل کې ښه ګام دی او موږ د دې هرکلی کوو. زموږ په اند دا بهیر باید مخته یوړلی شي، او هغه کسان چې په لویو قضیو کې لاس لري هم باید ونیول شي.»
خو د شهباز شریف زوی چې د پارلمان غړی هم دی ګواښ کوي چې د مسلیم لیګ ګوند د صبر کاسه نسکوره شوې ده.
د شهباز شریف زوی حمزه شهباز په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د دغه هېواد د سیاسي نظام له کبله، له غمجنو زړونو سره په پارلمان کې ناست یوو؛ خو کهچېرې حکومت خپل دغې کړنې ته دوام ورکړي، موږ دننه په پارلمان او همدارنګه په واټونو کې به مبارزه وکړو.»
د مسلم لیګ ګوند دوه نور غړي چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په وړاندې په دغو ټاکنو کې نوماند وو، له فساد سره د مبارزې بنسټ له خوا ځوابوینې ته رابلل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف ګوند څخه پرته د پاکستان ټول ګوندونه، د هغو پارلماني ټاکنو پایلې له درغلیو ډکې بولي چې څلور میاشتې وړاندې ترسره شوې.