Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مسکو مېشتو لاریون؛ سیاسي ځپل دې پای ته ورسېږي

د مسکو ښار په زرګونه تنه اوسېدونکو نن سې‎شنبې (د چنګاښ په ۴مه) په یوې لاریون کې، روسیه کې د سیاسي ځپلو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

دغو معترضانو، د نشه‎يي توکو د لرو په تور د روسیې حکومت د سیاسي مخالفانو نیول وغندل.

دغه لاریون له هغې وروسته پیل شو کله چې روسي حکومت یو روسی خبریال اېوان ګولونوف د نشه‎يي توکو د لرلو په تور ونیول شو.

ګولونوف له نیولو څو ورځې وروسته د شواهدو نشتون له امله بېرته ازاد کړل شو؛ خو هغه غورځنګونه چې د نشه‎يي توکو د لرو په تور له نیولو سره مخالف دي، وايي چې ځينې نور کسان هم په دغې لومه کې لوېدلي دي. 

د یوه غورځنګ بنسټ اېښودونکی روسلان ټېټوف په دې اړه وویل:«د اېوان ګولونوف پېښه یوازینۍ پېښه نه ده. دېر خلک هره ورځ له ما سره اړیکه نیسي او له ورته پېښو وايي. هر کال سل زره کسان د نشه‎يي توکو د تور په تړاو زنداني کېږي.»

د دغو روسي فعالانو په وینا، د روسیې حکومت ډېری مخالفان او همدارنګه ځينې نور کسان، د نشه‎يي توکو د قاچاق په دروغجنو تورونو نیول کېږي چې په روسیه کې درنه سزا لري.

د مدني ټولنې یو فعال الکسنډرا موروزووا په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د دغه تبنیهي سیاست مخالف یوو چې معمولاً له نشه‎يي توکو سره د مبارزې له چارې سره کار نه‎لري؛ بلکې له سیاسي مخالفانو سره مبارزه ده. هغوی خلک په دې پلمه نیسي؛ ځکه چې د نشه‎يي توکو ځای پر ځای کول اسانه دي او اوږدمهاله بند لري.»

لاریون کوونکي همدارنګه د داغستان جمهوري د «چرنوویک» په نوم د خپلواکې اوونیزې د مذهبي برخې منشي عبدالمومن ګادژیف د خوشي کېدو غوښتونکي دي.

هغه د جمعې په ورځ ونیول شو؛ خو د دغه اوونیزې دفتر پر هغه د ترهګرۍ تورونه ردوي او د هغه نیول د ازادو رسنیو د ځپلو یوه برخه بولي.

لاریون کوونکي د روسیې پولیس له خپلو واکونو په ناوړه استفادې تورن وي.

شریک یي کړئ