اسوشیټډ پرس خبري آژانس خبر ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو هستوي څېړونکي، ټیرو ورجورنتا له خپلې دندې په شا شوی دی.
نوموړي نن(شنبې د غويی۲۲مه) استعفاء ورکړې، خو د هستوي انرژۍ نړیوال آژانس د نوموړي ناڅاپي استعفاء لامل نه دی څرګند کړی.
ورجورنتا د پنځو کلونو لپاره پر دې څوکۍ وه.
د هستوي څېړونکي، ټیرو ورجورنتا پر ځای به په مؤقت ډول ایټالیايي هستوي انجینیر، ماسیمو آپاور وګمارل شوي. دی په دې وروستیو کې د ایران لپاره ځانګړی څېړونکی وه.
ده په داسې حال کې ده چې د دوه ورځې مخکې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او لویدیځ ترمنځ د هستوي هوکړې د وتو دریځ د اعلان پر وخت وویل، دې هوکړې د ایران د اټومي وسلو د جوړولو مخه نه ده نیولې ځکه نو امریکا هم له هوکړې وځي.
دا هوکړه ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې شوې وه.
له بلې خوا د اتریش پلازمېنې، ویَن ښار کې هستوي آژانس وايي، داسې هېڅ کومه نښه نشته چې ښکاره کړي، ایران هستوي هوکړه تر پښو لاندې کړې ده.