Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو پلاوي د سوریې دوما ښار څخه لیدنه وکړه

د ملګرو ملتونو کیمیاوي وسلو نه کاروَنې ډلې تېره ورځ(شنبې د غويي۱) د سوریې له دوما ښار څخه لیدنه کړې ده.

دا څېړونکي دوما ښار ته تللي تر څو څرګنده کړي چې د اپریل په اوومه په دوما ښار کې کیمیاوي وسلې کارول شوې دي او که نه.

رسنیو راپور ورکړی چې څېړونکو د برید له سیمې بیلګې د څېړنو لپاره اخیستې دي.

ټاکل شوې ده چې دا بېلګې هالنډ ته لابراتوار ته ولیږدول شي.

د ملګروملتونو بنسټ په خبرپاڼه کې ویلي دي چې د اخیستل شویو بیلګو له مخې به راپور جوړ او ددې بنسټ غړو ته به وسپارل شي.

دې بنسټ په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې هم په سوریه کې د کیمیاوي وسلو کاروَنې په اړه څېړنې کړې دي.

که څه هم چې امریکا متحده ایالاتونه او نور هېوادونه د سوریې په دوما کې د کیمیاوي وسلو تور پورې کوي، خو مسکو او دمشق دا تورونه رد کړي دي. 

دوما ښار ته د تللي څېړنیز پلاوي دنده دا ده چې ښکاره کړي آیا په دې ښار کې کیمياوي وسلې کارول شوي او کنه، دا یې په څېړنو کې نه راځي چې د چا لخوا کارول شوي دي

شریک یي کړئ