Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هند سمندري ځواکونو پراخ پوځي تمرینات پیل کړي

د هند سمندري ځواکونو، د دغه هېواد په لوېدیځو اوبو کې، پراخ پوځي تمرینات پيل کړي دي.

په دغو تمریناتو کې، له څه باندې ۱۰ جنګي بېړیو، اوبتلونو او همدارنګه څو جېټ او پوځي چورلکې کارول کېږي.

د هند د دفاع وزیرې چې له دغو ځواکونو څخه د تمرین په لړ کې لیدنه کړې، وايي چې هند په نړۍ کې یو ښه سمندري ځواک لري.

د هند د دفاع وزیرې نیرمېلا سیتارامان څرګنده کړه:«دا یو ډېر مسلکي نمایش دی، زه کولای شم ووایم ډېر د ویاړ احساس کوم چې د داسې یوې ډلې وزیره یم. له شک څخه پرته، دا ډله ډېره ښه پلان کړل شوې وه او زه کولای شم ووایم چې دا په نړۍ کې غوره نمایش دی.»

د هند د سمندري ځواک له بیارغونې کلونو وروسته، اوس دا ځواکونه چمتو شوي دي. په همدې حال کې، د دغه هېواد د لومړي وزارت څوکۍ ته د نرېندرا له رسېدو وروسته، له ۲۰۱۴ کال راهیسې د دغه هېواد د سمندري ځواک مدرنیزه مخ په چټکتیا ده.

شریک یي کړئ