Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وینزوېلا ولسمشر: په امریکا کې به د وینزوېلا سفارت وتړل شي

د وینزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو وايي چې په امریکا کې به د دغه هېواد سفارت او کونسلۍ ګرۍ وتړل شي.

مادورو چې له امریکا سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړي وايي، د دې هېواد د ولسمشر په توګه یې لوړه کړې او اجازه به ور نه کړي چې مخالفان یې د چارو واګي ترلاسه کړي.

له دې وړاندې خوان ګوایدو چې ځان د وینزوېلا لنډمهالی ولسمشر ګڼي له پوځ غوښتي و چې له مادورو ملاتړ و نه کړي، مګر د دې برخلاف د وینزوېلا د دفاع وزیر او قاضي القضات خپل ملاتړ له نیکولاس مادورو اعلان کړ.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په دې اړه څرګنده کړه:« ولسمشر پوتین تل له وینزوېلا سره مرسته کړې. هغه ما سره خبرې کړي او زما له قانوني حکومت یې د روسیې ملاتړ اعلان کړ.»

سره له دې چې امریکا، کاناډا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو له خوان ګواید ملاتړ کړی، مګر روسیې، ترکیې، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو بیا نیکولاس مشروع ولسمشر ګڼلی او ترې ملاتړ یې کړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل:«د ډونلډ ټرمپ څرګندونې لړزونکې وې. ما له مادورو سره ټېلفونې خبرې وکړې او ډاډ مې ورکړ چې هېڅ‌کله به غیرډیموکراټیکو حرکتونو ته اجازه ور نه کړو.»

خو د مادورو مخالفان وايي، د ډېرو بهرنیو او کورنیو رهبرانو ملاتړ لري.

د وینزویلا د استازیو جرګې رییس خوان ګوایدو هم څرګنده کړه:«ډېرو چارواکو او د هېواد د مخکني ولسمشر هوګو چاوییز پلویانو تر اوسه زموږ ملاتړ کړی دی.»

بل لورته بیا ملګرو ملتونو د وینزوېلا له حکومت او د هغه له مخالفانو غوښتي چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د وینزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو چې له امریکا سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړي وايي، د دې هېواد د ولسمشر په توګه یې لوړه کړې او اجازه به ور نه کړي چې مخالفان یې د چارو واګي ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ