Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرمپ د ګواښ په غبرګون کې د پاکستان د کابینې بیړنۍ غونډه

له هغې وروسته کله چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ، پاکستان یې په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې په دروغ ویلو او دوکې تورن کړ، پاکستاني چارواکي له دغو څرګندونو اندښمن شوي دي.

په همدې حال کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي چې امریکا دې له دغو څرګندونو سره دې په افغانستان کې د واشنګټن د ماتې لامل نه بولي.

هغه همدارنګه پاکستان ته د واشنګټن د مرستو د بندېدو په غبرګون کې ویلي چې له دې وروسته پاکستان داسې مرستو ته اړتیا نه‎لري.

د پاکستان رسنیو رپوټ خپور کړی چې ټاکل شوې ده چې دغه بیړنۍ غونډه د دغه هېواد د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په مشرۍ ترسره شي.

دغه شخړې له هغې وروسته زیاتې شوې چې ټرمپ د نوي زیږدیز کال په لومړی ورځ په خپل لومړني ټویټ کې په پاکستان برید وکړ.

هغه په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي:« چې په  وروستیو ۱۵ کلونو کې په احمقانه توګه یې پاکستان ته ۳۳ مېلیارد ډالره ورکړي دي، خو پاکستانیانو له دروغو، دوکې او د امریکې مشرانو ته یې د احمق ګڼلو پرته نور څه نه دي کړي.»

هغه زیاتوي:«پاکستانیانو هغو ترهګرو ته چې په افغانستان کې موږ ورپسې یوو، پټن‎ځای ورکړی او له موږ سره یې زیاته مرسته نه ده کړې. نور بس دی!»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان امریکایانو ته اجازه ورنه کړه چې د حقاني شبکې غړی چې د یوه امریکايي او کاناډايي ښځه او خاوند په برمته نیولو کې چې پنځه کاله وړاندې تښتول شوي وو، لاسرسۍ ولري.

د حقاني شبکې دغه غړی اوس د پاکستاني ځواکونو په بند کې دی.

له دې وړاندې امریکا، پاکستان یې ترهګرو ته د پناه ورکولو تورن کړی وه.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

شریک یي کړئ