Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرمپ له ګواښه وروسته د ډالرو په وړاندې د لیرې بیې رالوېدل

د ترکیي د اقتصاد ورانولو په اړه د امریکا متحده ایالتو، ډونالډ ټرمپ تر ګواښ وروسته، د امریکايي ډالرو پر وړاندې د ترکي لیرې بیه راټيټه شوې ده.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که ترکیه پر کردي جنګیالیو برید وکړي، نو امریکا به د ترکیې او هم د ایران اقتصاد وراند کړي.

ټرمپ وروسته له هغې دا خبره وکړه چې ترکیې د سوریې پولې ته نیږدې خپل تازه دمي سرتېري استولي دي.

په همدې حال کې ترکان وايي امریکا نشي کولی د ترکیې اقتصاد ته زیان ورسوي.

متقاعد کارکوونکی، کاسپو ګلو وايي:«هغه هېڅ نشي کولی، ترکان هرڅه چې وغواړي ترلاسه کولی شي. د ټرمپ خبرې اجرايي نه دي.»

یو شمېر ترکان وايي امریکا مخکې له دې هم هڅه کړې وه چې د ترکیې اقتصاد ته زیان ورسوي، خو په دې نه دي بریالي شوي.

هټۍ‎وال، اکرام تپوز څرګندوي:«د ترکیې اقتصاد مخکې له دې اغېزمن شوی دی. دوی له ډېر ډېر نشي کولی زموږ اقتصاد ته زیان ورسوي. موږ مخکې هم د دوی د ګواښ سره ژوند کاوه. تاسو مخکې هم د بازار شاهدان وی.»

تېر کال هم د امریکايي ډالرو پر وړاندې د ترکیې پیسو بیه دېرش سلنه راټیټه شوه. دا په داسې حال کې ده چې ترکیه د سوریې کردان د انقرې لپاره ګواښ بولي او پر دوی یې د برید ګواښ کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که ترکیه پر کردي جنګیالیو برید وکړي، نو امریکا به د ترکیې او هم د ایران اقتصاد وراند کړي. ټرمپ وروسته له هغې دا خبره وکړه چې ترکیې د سوریې پولې ته نیږدې خپل تازه دمي سرتېري استولي دي

شریک یي کړئ