د پاکستان پولیسو د تحریک لبیک مشر، خادم حسین رضوي او د دغه ګوند یو شمېر غړي او سیمهییز مشران نیولي دي.
د رضوي پلوایانو په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت ضد لاریونونو کې لارې وتړلې، د پاکستان پولیس وايي نوموړی د نورو اعتراضونو د مخنیوي لپاره نیول شوی دی.
تېره شپه تحربیک لبیک د مشر له نیول کېدو وروسته د ده یو شمېر پلویان سرکونو ته راووتل او له پولیسو سره ونښتل.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي رضوي د پاکستان له حکومت سره کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی.
رضوي له نیول کېدو مخکې له خپلو پلویانو غوښتنه کړې وه چې د هغه له نیول کېدو وروسته پراخ اعتراضونه وکړي:«زموږ په هوکړه کې راغلي دي چې د زموږ ټول غړي چې د پولیسو په پوستو کې دي په بېړه خوشي شي.»
تېرو اوونیو کې پاکستان کې د آسیه بي بي د خوشې کېدو موضوع ډېره ګرمه وه، نوموړې اسلامي مقدساتو ته پر سپکاوي تورنه وه. د نوموړې د موضوع په اړه د رضوي پلویانو د پاکستان په څو ښارونو کې اعتراضونه وکړل.
دوی د آسیه بي بي د محاکمه کولو او اعدام غوښتنه کوله.
دا په داسې حال کې ده چې سبا په پاکستان کې شهید ورځ لمانځل کېږي او د تحریک لبیک ګوند په دغه ورځ د پراخو اعتراضونو پلان درلود.