Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون عمران خان یې د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون، د دغه هېواد د کرېکټ پخوانی ستوری عمران خان یې په رسمي توګه د پاکستان د سراسري پارلماني ټاکنو بریالی اعلان کړ. خو هغه ونه توانېد چې د څوکیو مطلق اکثریت ترلاسه کړي. هغه باید یو ایتلافي حکومت رامنځته کړي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون په وینا، د تحریک انصاف مشر عمران خان د پاکستان د پارلمان د ۲۶۹ څوکیو له ډلې تراوسه یوازې ۱۱۵څوکۍ ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د شهباز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند ۶۳ څوکۍ خپلې کړي دي.

عمران خان ۱۳۷ څوکیو ته اړتیا لري ترڅو لومړی وزیر شي او په پاکستان کې نوی حکومت رامنځته کړي.

د انصاف تحریک ګوند له بریا سره، دا په پاکستان کې درېیم پرله‎پسې ټاکنې دي چې د هغه پر بنسټ د پاکستان ملکي نظام حاکم کېږي.

خو شهباز شریف دا پایله نه مني او وايي چې په دغو ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.

له دې ټولو سره عمران خان تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې په دغو ټاکنو کې په یو ډول خپله بریا اعلان کړه او د خپلو راتلونکو سیاستونو په اړه یې خبرې وکړې.

هغه د افغانستان په اړه وویل چې د دغه هېواد خلک له جګړې او ترهګرۍ ډېر ستومانه شوي دي. د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر زیاته کړه چې په افغانستان کې سوله په پاکستان کې سوله ده.

عمران خان ټینګار وکړ چې غواړي له افغانستان سره د پاکستان پولي پرانیستې وي؛ په دې ډول چې اروپايي هېوادونه له یو بل سره پرانیستې پولې لري.

هغه زیاته کړه:«افغانستان یو داسې هېواد دی چې له جګړې او وحشت ډېر کړېدلی دی، په افغانستان کې د جهاد د پېر په ډول. په افغانستان کې سوله په پاکستان کې سوله ده.»

عمران خان د امریکې او پاکستان د اړیکو په اړه هم وویل چې دا اړیکې به یو اړخیزې نه بلکې دوه اړخیزې به وي.

عمران خان تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو له جګړې په ځلونو ملاتړ کړی. هغه همدارنګه دوه کاله مخکې د مدرسو د لګښتونو لپاره یوه ډېره اندازه پيسې د کلنۍ بودیجې لپاره ځانګړې کړه، چې دا مدرسې افغانستان ته د جنګیالیو په استولو تورنې دي.

شریک یي کړئ