د پاکستان د هوايي چلند ملکي ادارې د دې هېواد د نړیوالو هوايي لیکې د شرکت (پي آی اې) اووه پیلوټان او لسګونه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.
د پاکستاني چارواکو په خبره چې له دې کارکوونکو او پیلوټانو امتحان اخیستل شوی، خو یوشمېر یې د الوتنې په ډېرو ساده مواردو هم نه پوهېدل.
د پاکستان د هوايي چلند ملکې اداره وايي چې دې پیلوټانو له څو کلنو راهیسې په پي آي اې شرکت سره په کار بوخت وو او له ګوښه کولو وروسته یې اسناد ترې اخیستل شوي دي.
مخکې له دې هم د یاد شرکت کارکوونکي اروپايي هېوادونو ته د نشه يي توکو په قاچاق تورن شوي وو.