د پاکستان د پخواني لومړي وزیر، نواز شریف زوم، محمدصفدر تېره ورځ(یکشنبې د چنګاښ۱۷مه) د پاکستاني چارواکو لخوا ونیول شو.
په همدې حال کې پاکستان کې محکمې نواز شریف پر لس او لور یې د اختلاس او مالي فساد په تور پر اووه کاله بند محکوم کړي دي.
نوازشریف چې اوس مهال د خپلې مېرمنې د درملنې په موخه لندن کې دی، د جمعې پر ورځ پاکستان ته راشي او له همدې کبله به یې پلویان د اسلام آباد په هوايي ډګر کې سره راټول شي.
د پا کستان فساد ضد ملي دفتر ویاند ویلي دي چې صفدر په خپله ځان سپارلی دی، نوموړی د جمعې پر ورځ راولپنډي کې له خپلو پلویانو سره په یوه غونډه کې وه.
خبرپاڼه کې راغلي دي:«د صفدر پر کور د څو عملیاتو وروسته، نوموړی اړ شو چې ځان وسپاري.»
دې دفتر همداراز له رسنیو غوښتنه کړې ده چې د صفدر خبرې په ژوندۍ بڼه خپرې نه کړي، ځکه چې د دې هېواد د رسنیو د مقراراتو خلاف دي.
د جمعې پر ورځ صفدر ویلي وو چې په پاکستان کې عدالت وژل شوی او د قضايه قوې پر وړاندې به لاریون وکړي.
له بلې خوا د نوازشریف لور، مریم پاکستان ته د راتګ په اړه ویلي دي:«موږ به د جولای میاشتې په ۱۳مه ورسیږو.»
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، مریم او شریف به له ټاکنو مخکې ونیول شي. د نواز شریف ګوند د عمران خان تحریک انصاف ګوند سره په سخته سیالی کې دی.
نواز شریف او لور یې پر دوی له تورونو انکار کړی او ویلي دي چې د فساد ضد ملي دفتر باید په خپله غوښتنه کې بیا کتنه وکړي.
شریف د خپل ځان محکومېدل، سیاسي انګېره بولي.
نواز شریف په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د پاکستان عالي دیوان لخوا له سیاست څخه ګوښه شو او د هغه د زوی شرکت لخوا د لسو زرو د اماراتو درهمو په اړه د راپور نه ورکړې په اړه چې د زوی شرکت لخوا ورکول کېدې له سیاست څخه محروم شو. شریف د یاد معاش اخیستل رد کړي دي.