د پاکستان پارلماني ټاکنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د ځینو ترهګرو ډلو یا غړي په دې ټاکنو کې نوماندان دي او یا هم ددې ډلو پلویانو پکې برخه اخیستې ده.
دې ډلې چې په ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره اجازه ترلاسه نکړه اوسمهال له ځینو داسې ډلو ملاتړ کوي چې له دوی سره هم نظره دي.
دلته د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند یو شمېر پلویان د دغه ګوند د مشر عمراخان د وینا د اوریدو لپاره راټول شوي دي.تحریک انصاف ګوند په اسلام اباد کې د ډيرو رایو د ګټلو هیله لري .بل لور ته د پاکستان نور سیاسي ګوندونه د پاکستان پر پوځ د عمران خان د ملاتړ تورونه لګوي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان« موږ کولای شو په پاکستان کې داسې یو حکومت جوړ کړو چې وزیر یې له فساد نه وېره ولري او د فساد په وړاندې د مبارزې اداره وکولای شي لومړی وزیر او یا هم نور وزیران ونیسي، لکه څنګه چې په اروپا کې دغه چارې پلي کېږي.»
بل خوا په اسلام اباد کې د تحریک الله اکبر غونډه هم ترسره شوه چې د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید هم پکې ګډون کړی وه.
حافظ سعید د امریکا او د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري ترهګر پېژندل شوی دی.
کله چې د پاکستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هغه د ملي مسلم لیګ ګوند په ټاکنو کې د یوه رسمي ګوند په توګه و نه پېژانده نو د لشکر طیبه بنسټګر د تحریک الله اکبر ګوند ته مخه کړه.
د جماعت الدعوه ډلې مشر، حافظ سعید څرګندوي:« موږ د دغه هېواد ستونزو ته د حل لارې لرو، په پاکستان کې داسې ډېری ځوانان شته چې له فساد نه لرې پاتې دي، موږ به د پآکستان د وضعیت د بلون په پار د همدغو ځوانانو له ځواک او وړتیاو نه ګټه پورته کړو.»
د پاکستان ټاګنو ته د تابیاو په بهیر کې د حافظ سعید ګډون ته په کتو د دغه هېواد د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشران په ټاکنو کې د ترهګرو ګډون د پوښتنې وړ بولي.
د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید د هند د ممبي ښار د ۲۰۰۸ کال په بریدونو کې چې ۱۶۶ کسان پکې وژل شوي وو، تورن شوی دی.
امریکا د سعید پر نیولو او یا هم وژل کیدو ۱۰ میلیون ډالره جایزه ایښې ده، خو نوموړی تراوسه له هغه پاکستاني ګوند نه ملاتړ کوي چې د دغه هېواد پارلماني ټاکنو ته یې ۲۶۰ نوماندان درولي دي.