Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان په کوټه کې د ۴پولیسو وژل کېدل

د پاکستان په کوټه ښار کې د ماین په چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چاودنه (دوشنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) د پاکستان بلوڅستان ښار په مرکز کوټه کې شوې ده.

دا چارواکي زیاتوي چې په دې پېښه کې د دوو ملکي کسانو په ګډون نهه تنه ټپیان دي.

په کوټه کې پولیس واويي چاودنه هغه مهال شوې ده چې د پولیسو د سورلۍ موټر د جومات پر لور روان وو.

د دې برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې (چهارشنبې د غويي په ۱۸مه نېټه) په لاهور کې د صوفي په نامه یوه زیارت ته څېرمه د چاودنې له کبله ۸ کسان وژل شوي او کابو اته ویشت تنه ټپيان شوي وو.

په لاهور کې د پولیسو چارواکو ویلي وو چې د چاودنې موخه د پولیس ځواکونه وو.

د پاکستان په کوټه کې د ۴پولیسو وژل کېدل

پاکستاني پولیس وايي په دې پېښه کې د دوو ملکي کسانو په ګډون نهه تنه ټپیان دي.

شریک یي کړئ