Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان پوځي الوتکې د نسکورېدو په پایله کې ۱۷ تنه وژل شوي

پاکستاني رسنیو نن (سې‎شنبې د زمري په ۸مه) رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد په راولپنډۍ کې د یوې پاکستانۍ پوځي الوتکې د نسکورېدو په پایله کې ۱۷ تنه وژل شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د دغې پېښې پنځه تنه وژل شوي د پاکستان ملي پوځ ځواکونه او ۱۲ تنه نور ولسي وګړي دي.

د پاکستان د ملي پوځ یو ویاند وايي:«الوتکه له یوې ودانۍ سره ټکر کړی او دا ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې ده.»

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د چاودنې له غږ سره ویښ شوي او د کور ته‎څېرمه یې د دغې الوتکې سوځېدل په خپلو سترګو لیدلي دي.

چارواکي زیاتوي چې دغه الوتکه د یوې تمریني الوتنې په حال کې وه چې د خلکو له کورونو سره د ټکر له امله نسکوره شوې؛ خو د دغې الوتکې د نسکورېدو اصلي لامل تراوسه روښانه نه دی. 

په دغې پېښه کې ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د دغې پېښې پنځه تنه وژل شوي د پاکستان ملي پوځ ځواکونه او ۱۲ تنه نور یې ولسي وګړي دي.

شریک یي کړئ