د عراق ولسمشر د دې هېواد په خاوره کې د امریکا متحده ایالاتو له پوځي اډې پر ایران د څار په تړاو د ټرمپ پر خبرو نیوکې کوي او وايي د دې کار لپاره یې د بغداد اجازه نه ده اخیستې.
امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونلډ ټرمپ ویلي و چې امریکا په عراق کې له خپلې پوځي اډې پر ایران څارنه کوي.
په همدې حال کې د عراق ولسمشر، برهم صالحي وايي چې امریکا له بغداده اجازه نه ده اخیستې.
دی زیاتوي:«ولسمشر ټرمپ له عراقه اجازه نه ده اخیستې، په عراق کې امریکايي ځواکونه د یوې هوکړې له مخې له ترهرګرۍ او داعش سره د مبارزې په موخه دلته دي او بل ځانګړی ماموریت نهلري.»
د عراق ولسمشر چې د ایران له متحدانو ګڼل کېږي، له ګاونډیو هېوادونو سره پر نویو اړیکو ټینګار کوي.
صالح زیاتوي:«ایران زموږ ګاوندی هېواد دی؛ موږ ۱۴۰۰ ګډه پوله سره لرو. د عربو په نړۍ کې زموږ ګټې له ګاوندیو سره به ښو اړیکو کې دي.»
د عراق ولسمشر وايي چې د هېواد اساسي قانون یې د دوی له خاورې د نورو ګاونډیو د ملي ګټو پرضد کارونه ردوي.