Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کمشیر په اړه د پاکستان په سیاست کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي دي چې د کمشیر د مسلې په اړه د دغه هېواد په سیاست کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

عباسي چې د پاکستان در ادارې لاندې د کشمیر د قانون جوړوني مجلس د غړو په منځ کې وینا کوله څرګنده کړه چې پاکستان به د کشمیري ډلو ترمنځ یووالي ته به دوام ورکړي.

هغه څرګنده کړه:«د سیاسي اختلافونو سربېره، موږ باید له خپلو کشمیري وروڼو سره مرسته وکړو ترڅو سره متحد پاتې شي. پاکستان د کشمیر په اړه له دغه کار څخه پرته بله ټاکنه نه‎لري. د کشمیر په اړه د پاکستان په ملکي او پوځي حکومتونو په سیاست کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی. د کشمیر پارلماني مشران باید د کشمیر مسله ژوندی وساتي.»

عباسي د خپل هېواد کورنیو مسایلو ته په اشارې سره څرګنده کړه:«اپوزیسیون تل خپل ملاحظات لري او حکومت په واقعیت کې له تېروتنې خالي نه دی. خو اړتیا ده ترڅو د کشمیر د مسلې په اړه اتحاد شتون ولري. نوازشریف زما مشر دی. هغه هېڅ کله د کشمیر په اړه بې غورې نه ده کړې. ټول سیاسي مشران د کشمیر مسلې په اړه سره یو دی او په دې اړه باید شک شتون ونه‎لري.»

عباسي وویل که‎چېرې په هېواد کې د کشمیر په اړه یووالی نه وي، په کشمیر کې به سیمه‎ییزې مبارزې پای ته ونه رسېږي.

د پاکستان لومړي وزیر د دې پخلی کړی چې هېواد یې د سید علي ګیلاني او برهان واني په څېر کسانو د پیاوړتیا لپاره زیاته هڅه به وکړي.

هغه په دې اړه څرګنده کړه:«د مودي حکومت خپلې ټولې هڅې کړې دي، خو هغوی باید پوه شي چې هغوی به ونه کړای شي چې ازادۍ ته د رسېدو لپاره د کشمیرانو مخه وینسي. د کشمیر هر ماشوم دا هیله لري. موږ د خپلو کشمیري وروڼو د در او رنځ له ګاللو په بشپړه خبر یوو چې د ۷۹ کلونو په اوږدو کې یې زغملي دي.»

د پاکستان مشر وویل چې هېواد یې په سوله‎ییزه توګه د کشمیر مسلې د حل غوښتونکی دی.

هغه وویل چې کشمیران په خواله توګه د ازادۍ لپاره د مبارزې په حال کې دي، خو اړتیا ده چې له دغو هڅو په سمه توګه مشري وشي.

شریک یي کړئ