Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کیوبا د پخواني مشر فېډل کاسټرو زوی ځان‎وژنه کړې

د کیوبا ملي رسنیو د پنجشنبې په ورځ رپوټ خپور کړی چې د دغه هېواد د پخواني مشر فېډل کاسټرو مشر زوی ځان‎وژنه کړې ده.

د دغه رپوټ پر بنسټ، هغه ژور خپګان درلود او د دغې ناروغۍ له امله له میاشتو راهیسې تر درملنې لاندې وه.

فېډلیټو کاسټرو ډیاز بلارټ د کیوبا د پخواني رهبر مشر زوی د پخواني جماهیر شوروي اتحاد کې د اټومي فېزیک زده کړه کړې وه او په همدغې څانګه کې یې په کیوبا کې کار کاوه.

هغه په څېرې، وېښتانو او ږیرې کې پلار ته د ورته والي له امله په فېډلیټو، یا په وړوکي فېډل کاسټرو مشهور وه.

د کیوبا رسنیو په دې اړه ډېر جزییات وړاندې کړي نه‎دي.

د فېډل کاسټرو زوی، فېډلیټو خپګان درلود او د دغې ناروغۍ له امله له میاشتو راهیسې تر درملنې لاندې وه.

شریک یي کړئ