روسي رسنۍ وايي یوه الوتکه چې د سورګوت ښار نه د مسکو پر لور الوتې وه، د یوه مسافر له کبله چې ویل یې وسله ورسره ده، بیړنۍ ناستې ته اړ شوه.
د رسنیو د راپور له مخې دا الوتکه تېره ورځ(سېشنبې د سلواغې۲مه نېټه) ناستې ته اړ شوه او یاد کس غوښتل چې الوتکه د افغانستان پر لور وخوځيږي.
د راپورونو له مخې یاد مسافر نشه وو او د هغه لخوا د الوتکې د تښتونې هڅې له کبله الوتکې په خانتي مانسیسک هوايي ډګر کې ناسته کړې ده.
تر اوسه د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
برد روسیې د قوانینو له مخې د دغه ډول جرمونو لپاره له اوو تر دولسو کلونو د بند سزا په پام کې نیول شوې ده.