Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روحاني ته د ټرمپ خبرداری: هېڅکله امریکا ته ګواښ مه کوه

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران د ولسمشر روحاني هغو څرګندونو ته چې ویلي یې وه، «امریکا دې د زمرۍ لکۍ سره لوبې نه کوي» او له ایران سره به جګړه د جګړو مور وي، په غبرګون کې په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکي، ایران دې امریکا نه ګواښوي؛ ځکه امریکا یې زغم نلري.

ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي چې د ایران لخوا د امریکا ګواښ به د دې هېواد لپاره بدې پایلې ولري:«د ایران ولسمشر، روحاني ته: هېڅ کله امریکا ته ګواښ مه کوه، که نه نو داسې پایلو سره به مخامخ شي چې په تاریخ کې به یې ساری کم وی. موږ داسې هېواد نه یوو چې د لیونتوبه ډکې خپرې وزغمو.»

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتونو دبهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې ده چې له ایران سره د مبارزې په موخه له واشنګټن سره ملتیا وکړي.

ده امریکا کې د ایرانیانو ترمنځ یوې ناسته کې د خبرو پرمهال وویل چې د ایران حکومت د انقلاب او تاوتریخوالیو صادروونکی دی.

ښاغلي پومپیو چې د رونالدو ریګن په کتابتون کې د امریکا په کالفورنیا کې خبرې کوي، ایران یې تورن کړ چې خلک ځپي، بشري حقونه او آزادۍ په پام کې نه نیسي.

د رویټرز خبري آژانس له مخې ټرمپ د ایران پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده چې پر وړاندې یې ویناوې د هغې یوه برخه ده او ماین پومپیو یې مشري کوي.

د رویټرز خبري آژانس له مخې ټرمپ د ایران پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده چې پر وړاندې یې ویناوې د هغې یوه برخه ده 

شریک یي کړئ