Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه؛ مسجد ته د تګ اسانولو لپاره یو ګام اخیستل شوی

د روسيې په کازان ښار کې په یو مسجد کې د ننه د اسلامي زده کړو او مسجدونو ته د خلکو د را بللو لپاره هڅې پیل شوې دي. 

د لیلی الیاسوف په نوم د زده کړې د دې مرکز یوه ښوونکې وايي، ځينې وختونه خلک له مسجدونو ډارېږي، فکر کوي چې لمونځ نه شي کولی یا حجاب نه شي اغوستلی. 

الیاسوف وویل: «ځينې وختونه خلک مسجد ته له راتګه وېرېږي، دوی فکر کوي چې لمونځ نه شي ادا کولی، یا فکر کوي چې حجاب نه شي اغوستلی، یا پر هیڅ نه پوهېږي. خو دا سمه نه ده هرڅوک اسلام ته خپله لار لري، د دې ښوونځي د خلاصولو موخه مسجدونو ته د راتګ اسانول دي.»

د زده کړې د دې مرکز یو تن زده کوونکو ونرا ګینانووا وايي، د لمانځه پر اداکولو نه پوهېده: «ما د لمانځه د کولو هیڅ تجربه نه لرله، هیچا نه و راته ویلي، خو هیله مې لرله چې زده يې کړم، تاسې ډېرې پوښتنې لرئ، نو ځکه تاسې یو ځای ته اړتیا لرئ، چې پوه خلک پکې وي، داسې چې ستاسې پوښتنو ته ځوابونه درکړي.»

د دې مسجد امام محمد میفت خوب وايي، دلته د مسلمانانو لپاره د زده کړې مرکز دی، خو د نورو دینونو کسان په هیڅ ډول تر فشار لاندې نه نیول کېږي چې اسلام راوړي. 

هغه وویل: «له شک پرته موږ مهم درسونه لکه لمونځ او د اسلام نور اساسات لولو، لومړی شی ایمان لرل دي او وروسته يې لمونځ ادا کول دي، البته څوک چې ایمان نه لري پر اسلام راړولو يې هیڅ جبر نشته، هیڅوک نه شي کولی څوک پر فشار اسلام راوړلو ته اړ کړي.»

دا په داسې حال کې دی چې د روسيې په ګاونډ چین کې د مسلمانانو په اړه حکومت پر ناوړه کړنو تورن دی. 

د بښنې د نړیوال سازمان د چیني برخې د بشري حقونو څېړونکې مایا وانګ وايي، د دې هېواد په سینکیانګ ایالت کې مسلمانان په خورا بد حالت کې ژوند کوي.
 
شریک یي کړئ