Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیې او ترکیې په ادلب کې د جګړې په پای ته رسولو ټینګار کړی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې له روسیې سره په ګډه هڅه کوي چې د سوریې په ادلب ولایت کې سوله وشي.

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ګواښ کړی که وسله والې ډلې په ادلب کې سوله ونه کړي، له منځه به یوړل شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسیي سیال سره په لیدنه کې د سوریې په ادلب ولایت کې د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو په دې اړه وویل:« موږ به ارزونه وکړو چې د سوریې په ادلب کې څه کولای شو. څه چې زموږ په وس کې دي هغه د ترهګرو په وړاندې جګړه ده.

رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر له یو بل سره لیدي او څو ټېلفوني اړیکې یې هم ټینګې کړې دي، موږ هیله من یوو چې له روسیې سره په همغږۍ په ادلب کې د شته ستونزو حل لاره پیدا کړو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې هېواد یې په ادلب کې د سولې د راوستو په پار د النصر ډلې پر اډو یو شمېر هوایي بریدونه کړي دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف څرګنده کړه:« وسلوالې ډلې چې نه غواړي له ترهګرو سره یو ځای وي، نو باید د جګړې په ډګر کې له هغوی جلا شي. د النصر  په څیر کومې ډلې چې دا کار نه کوي نو بیا به وځپل شي. دغه پریکړه به په ادلب کې هم عملي شي.»

دا په داسې حال کې ده چې اوس داعش په روسیه کې ماتې خوړلې ده، خو یو شمېر نورې ترهګرې ډلې د دغه هېواد په ځینو برخو کې لا هم فعالیت لري.

شریک یي کړئ