Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیې دوما ښار څېړنې لپاره د ملګرو ملتونو څېړونکو ته اجازه ورکړه

روسیې د لومړي ځل لپاره د سوریې دوما ښار کې د څېړونو په موخه د ملګرو ملتونو بنسټ ته اجازه ورکړه تر څو خپلې څېړنې پیل کړي.

په همدې حال کې لویدیځ هېوادونه ادعا کوي چې د سوریې په دوما ښار کې له کېمیاوي وسلو کار اخیستل شوی دی، خو رسیه او سوریه دا خبرې ردوي.

د ناټو لوی منشي، ینس سټولټن‎برګ ترکیې ته په خپل سفر کې وویل چې پر سوریې د حکومت کیمیاوي وسلو له منځه وړو لپاره بریدونه کړي دي.

ده زیاته کړه:«په سوریه کې بریدونه د دې هېواد کیمیاوي وسلو وړتیا له منځه وړو لپاره مرسته کوي. دا کار د مخنیوي لپاره واضح پیغام دی.هر کله چې له کیمیاوي وسلو کار واخیستل شي نو پر وړاندې به یې غبرګون وشي.»

جنرال سټولټن‎برګ همداراز څرګنده کړه:«پرېږدئ چې روښانه یې کړم، هغه څه چې ترسره شول د سوریې او ملاتړي، روسیې لخوا کیمیاوي برید وه او موږ په دې برخه د روغتیا نړیوال بنسټ راپور هم درلود چې په هغې کې د کیمیاوي وسلو نښې لېدل شوې وې.»

په همدې حال کې چین پر سوریې بریدونه د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول بولي، خو زیاتوي چې دا هېواد د هر ډول کېمیاوي وسلو پر خلاف دی.

سوریه، هغه توغندي چې د سوریې پر حمص ښار توغول شوي وو، له دفاعيي ډال سره شنډ کړی شوي دي.

د سوریې حکومت په خبره چې حمص ښار کې هېڅ کوم توغندی نه دی لګېدلی، خو د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزارت څرګندوي چې پر دې ښار یې کوم توغندی هم نه دی توغولی.

امریکا متحده ایالاتون، بریټانیا او فرانسه ادعا کوي چې په سوریه کې د کېمیاوي وسلو جوړولو بنسټونه له منځه وړي دي، خو سوریه او روسیه دا ادعاوې ردوي.

په همدې حال کې د ۲۸ اروپايي هېوادونو مشران په لګزامبورک کې سره راټول شوي تر څو د سوریې حالت په اړه خبرې اترې وکړي.

دا ناسته د سوریې ستونزې هواري په موخه ترسره شوې او ټاکل شوې چې راتلونکې ناسته کې به د سوریې استازي هم ګډون وکړي، دا ناسته په بروکسل کې د روانې میاشتې په ۲۴ او ۲۵ مه ترسره کېږي.

له بلخوا د نیویارک ښار لسګونه اوسېدونکي سرک ته راوتلي او پر سوریې د امریکا متحده ایالاتونو بریدونه غندي.

دوی د ټرمپ ودانۍ مخې ته راټول شوي او په سوریه کې د بریدونو پای ته رسوَل غواړي.

یو تن اعتراض کوونکی وايي:«دا لاریون د فقر، بشري حقونو او سولې لاسته راوړو او د تاوتریخوالیو پای لپاره دی.»

دا په داسې حال کې ده چې دوشنبې په ورځ دونلډ ټرمپ ګواښ وکړ که‎چېرې په سوریه کې له کېمیاوي وسله وکارول شي، امریکا او متحدین به یې سوریه په نښه کړي.

لویدیځ د سوریې په دوما ښار کې سوریه او روسیه د کیمیاوي وسلو پر کاروونې تورن کړل. روسیه وايي چې وروسته له دې به پر هېڅ یوه لویدیځ هېواد باور ونه کړي

شریک یي کړئ