د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل پاکستاني سیال سره د سې شنبې په ورځ په لیدنه کې وویل، چې له مسکو او پاکستان سره د شته سندونو پر بنسټ، د افغانستان په شمال ختیځو برخو کې په زرهګرونه ترهګر داعشیان حضور لري او د هغوی شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.
ښاغلي لاوروف وویل:«له بده مرغه موږ نهیلې یوو، چې په افغانستان کې ناټو او امریکايي ځواکونه د داعش ډلې د حضور د انکار په اړه هر ډول هڅې کوي.»
مسکو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لخوا د ترهګرۍ ضد جګړه باندې جدي شکونه لري.
هغه زیاتوي چې روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې د لهمنځه وړلو لپاره د امریکې او ناټو د پرېکړې په اړه شک لري.
هغه زیاته کړه:«موږ په افغانستان کې د ناټو ایتلاف له خوا د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره جدي بدګمانۍ لرو.»
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امریکا ۱۶ کلن ماموریت ناکام بولي او وايي، واشنګټن باید د خپلې ماتې پړه د پاکستان په غاړه وانه چوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په دې اړه څرګنده کړه:«په تېرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضوره کوم څه لاسته نه دي راغلي. په افغانستان کې د هغوی ډاګیزه ماتې او پاکستان او ټولو هېوادونو رټل د دغو ماتو له امله دي. موږ دغه بې بنسټه تورونه ردوو.»
هغه زیاتوي چې روسیه او پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د پراختیا په هڅه کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې په ځلونه افغانستان کې د واشنګټن پر تګلارې نیوکه کړې او همدارنګه غوښتي یې دي ترڅو طالبان د سولې په خبرو اترو کې له افغان دولت سره یوځای شي.