بنګله دېش ته د میانمار حکومت او بودايي واکمنانو له ځوره را کډه شوي کډوال وايي دوی خپل هېواد ته د بیا تګ زړه نه ښه کوي.
دغه کډوال چې په پنډغالو کې يې له څو ورځو تاوتریخوالي وروسته اوس د ارامۍ سا اخیستې، وايي د دې پر ځای چې میانمار ته لاړشي، ښه ده چې ومري.
رفیق عالم، یو تن کډوال وايي: «موږ به بېرته لاړ نه شو، که د میانمار حکومت له لوري را کېدونکې تذکرې موږ منلی، ولې به بنګله دېش ته راتلو؟ تر دې چې بېرته لاړ شو او د میانمار تذکرې واخلو، ښه ده چې مړه شو.»
بنګله دېش کې د روهینګایي کډوالو د بېرته تګ اوازې ګڼ کډوال ان لاریونونو ته اړ کړل او له دې سره يې سخت غبرګون وښود چې بېرته میانمار ته لاړ شي.
محمد سالم یو بل کډوال دی هغه وايي، هیڅ حاضر نه دی چې پخپل هېواد کې د حکومت له لوري په جوړ شوي پنډغالي کې واوسي، سالم وايي که حکومت خپله ځمکه ورکوي نو بیا تګ ته تیار دی.
هغه وویل: «که په دې نوملړ کې زموږ نومونه وي، نو لومړی به کلکه ژمنه وغواړو، بیا به وروسته لاړ شو، خو هغه پنډغالو ته چې د میانمار حکومت جوړ کړي، نه ورځو؛ که یوازې ځمکې مو بېرته راکړي، بیا ځو.»
په روان زېږديز کال کې شاوخوا ۷۰۰زره روهنیګايي مسلمانان له میانمار نه بنګله دېش ته کډوال شول.
دغه کډوال او نړیوال بنسټونه وايي چې د میانمار پوځ او بودايي اوسېدونکي يې مسلمانان په ډلهییز ډول وژني، خو ځايي حکومت يې نه مني.