په سریلانکا کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد د پلازمېنې کولمبو په ختیځ کې د تورنو او پولیسو ترمنځ نښتې په پایله کې ۱۵ تنه وژل شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، د دغې پېښې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.
دغه نښتې هغه مهال رامنځته شوې چې د سریلانکا پولیسو د کولمبو په ختیځ کې د ترهګرو په وړاندې عملیات پیل کړل.
دغه عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې شپږ ورځې مخکې په دغه هېواد کې د ځانمرګو او چاودونو په پایله کې ۲۵۹ تنه ووژل شول او څه باندې ۴۰۰ تنه نور ټپيان شول.
د دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی و.
تېره ورځ د سریلانکا ولسمشر وویل چې د دغه هېواد پولیس د داعش ډلې د ۱۴۰ تورنو په لټه کې دي.
په دې اړه مو اندونه