Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوریه کې په هوايي بریدونو د اسرائیلو تورنېدل

د سوریې حکومت ادعا کړې ده چې اسرائیلو تېره ورځ(سې‎شنبې د مرغومې په ۴مه) پر دمشق ښار هوايي بریدونه کړي دي.

د سوریې دولتې رسنیو د یوې پوځې سرچینې په حواله لیکلي دي چې په دې پېښه کې درې سرتېري ټپیان شوي دي.

دا رسنۍ زیاتوي چې اسرائیلي جنګې الوتکو په دمشق ښار کې د وسلو یوه زېرمه په نښه کړې ده.

د سوریې حکومت ادعا کړې ده چې د اسرائیلو ویشتل شوي یو شمېر توغندي یې په هوا کې شنډ کړي دي.

اسرائیلو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې یې ګواښ کړی وو چې له سوریې د امریکايي ځواکونو تر وتو وروسته به سوریه کې د ایران اړوندې موخې په نښه کړي.

اسرائیلو مخکې له دې هم په سوریه کې د دې د هېواد د ولسمشر، بشار اسد د ایراني متحدانو او یا هم د لبنان پر حزب الله پورې پر اړوندو سیمو بریدونه کړي دي.

د اسرائیلو حکومت تر اوسه پورې په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو مخکې له دې یې ګواښ کړی وو چې له سوریې د امریکايي ځواکونو تر وتو وروسته به سوریه کې د ایران اړوندې موخې په نښه کړي

شریک یي کړئ