Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سویډن او بریټانیا د میانمار ناورین په اړه د م.م ناستې غوښتنه کړې

سویډن او بریټانیا تېره ورځ(دوشنبې د وږي۲۰مه) د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې ده چې د میانمار ناورین هواري په موخه د تړلو دروازو ترشا ناسته ترسره کړي.

ملګرو ملتونو کې د بریټانیا استازي، مټیو ریکرافټ خبریالانو ته ویلي دي:«فکر کوم چې دا به یوه خصوصي ناسته وي، خو یوه عمومي پایله او لاسته راوړنه به ولری.»

ده وړاندې ویلي دي:«دا د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده چې هره ورځ په میانمار کې حالت خرابیږي، هره ورځ خلک له راخین څخه بنګله‎دیش ته ځي.»

له بلې خوا ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګي د میانمار چارواکي یې د پوځي عملیاتو او قومي چاڼ له امله دا هېواد محکوم کړ.

د ملګروملتونو لوی منشي، انټونیو ګوټرش د دې بنسټ امنیت شورا ته د لیک په استولو سره د روهینګیا مسلمانانو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

ده څرګنده کړې ده:«دا تاوتریخوالی کولی شي چې انساني ناورین رامنځته کړي او د سولې او امنیت لپاره به ډېر زیانونه ولری او د میانمار له پولو به پراخ وي.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر، رید رعد حسین ویلي چې په میانمار کې په کلاسیک ډول د روهینګیا لږکیو پر وړاندې قومي چاڼ په کلاسیک ډول روان دی.

ده په دې هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې د پوځي د عملیاتو درولو غوښتنه کړې ده.

حسین ویلي دي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه او د سپوږمکۍ انځورونه ښیې چې د روهینګیا خلکو سیمې سوځول کېږي.

د ملګرو میلتونو راپور له مخې میانمار کې د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی لامل شوی دی چې کابو ۳۰۰زره کسان بنګله‎دیش ته ولاړ شي.

د میانمار روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالیو سره هم‎مهاله سویډن او بریټانیا د دې ناورین په اړه د ملګرو ملتونو ناستې غوښتنه کړې ده

شریک یي کړئ