د صربستان پولیس وايي چې په دغه هېواد کې یې ۱۳ تنه د کډوالو د قاچاق په تور نیولي دي. په داسې حال کې چې ویل کېږي په کرواسیا کې هم ۴ تنه د کډوالو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
په دغو دوو هېوادونو کې چارواکو دغه نیول شوي کسان د هغه عملیات یوه برخه بولي چې د څو میاشتو په اوږدو کې ترسره شوي دي.
د صربستان د پولیسو په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د انسان د قاچاق دغې ۱۷ کسیزې ډلې ۸۲ افغاني، ایراني او عراقي په ناقانونه توګه له صربستان څخه کرواسیا او وروسته بیا نورو اروپايي هېوادونو ته لېږدول او له هر یوه څخه یې څه باندې یو زره او ۷۰۰ ډالره اخیستي دي.
دمګړۍ په صربستان کې د ۴ زره او ۵۰۰ تنو کډوالو له ډلې یو ستر شمېر یې افغانان دي، او غواړي نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې، د هېواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په خپل کلني رپوټ کې، له بهرنیو هېوادونو څخه د دوه مېلیونه پناه غوښتونکو له راستنېدو خبر ورکړی وه.