د پاکستان انصاف تحریک تېره ورځ(دوشنبې د زمري۱۵مه) په یوه ناسته کې د دې ګوند مشر، عمران خان لومړي وزیري څوکۍ ته نوماند کړ.
ټاکل شوې ده چې ډېر ژر د پاکستان پارلمان رامنځته شي او عمران خان ته به د لومړي وزیري لپاره رایي واچوي.
له بلې خوا د انصاف ګوند هم د مرکزي او سیمهییزې حکومتولۍ لپاره چمتو کېږي.
د انصاف ګوند تېره ورځ عمران خان ته د لومړي وزیرۍ نوماندۍ لپاره رایه وکړه.
د تحریک انصاف ګوند مرستیال، شاه محمود قریشي وویل:«نن زموږ ګوند عمران خان د دې ګوند د پارلماني مشر په توګه ټاکي. هغه زموږ د ګوند مشر هم وه او موږ اعلان کوو چې د لومړي وزیري نوماند هم دی.»
عمران خان باید د لومړي وزیري څوکۍ رسېدو لپاره د پارلمان رایه خپله کړي.
د نوموړي ګوند اوس مهال پارلمان کې ۱۱۵ څوکۍ لري او باید چې د بل ګوند رایې هم خپلې کړې.
ښاغلي قریشي زیاته کړه:«هغه باور چې د پاکستان خلکو ښکاره کړ، موږ به مخکې ځو.»
دا په داسې حال کې ده چې د قومي یووالي خوځښت ګوند هم د انصاف تحریک ګوند څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی، خو پاکستان کې د مسلم لیګ او د خلکو ګوند وايي چې د عمران خان له حکومت سره به سخت مخالفت وکړي.