د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي پاکستان یوې دوامدارې ارامۍ ته اړتیا لري او دغه هېواد له ټولو ګاونډيانو په تېره له افغانستان سره سوله غواړي.
هغه چې په ریاض کې د سعودي عربستان پانګونې ناسته کې خبرې کولې، وویل:«پاکستان دوامداره سولې او ثبات ته اړتیا لري، چې وکولی شي بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته په بېلابېلو پروژو کې د پانګونې زمینه برابره کړي.»
عمران خان زیاته کړه:«موږ همداسې غواړو، چې له ټولو ګاونډیانو په تېره بیا هند او افغانستان سره سوله غواړو، چې د سیمې د ثباتو او سولې لپاره زمینه برابره شي.»
د هغه په وینا له هند سره سوله د دواړو هېوادونو لپاره زمینه برابروي، چې د سیالۍ لپاره پانګونه د خپلو خلکو د پرمختګ لپاره وکاروي.
هغه همدارنګه وویل چې له افغانستان سره سوله به منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ چارې اسانه کړي.
عمران خان هیله وښوده چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې به په افغانستان کې پر سوله پای ته ورسېږي.
هغه د پاکستان د قرضې ستوزو ته په اشارې زیاته کړه، چې دوی له نړیوال صندوق او دوستو هېوادونو سره خبرې کړې، چې د مالي تشو د ډکولو لپاره مرسته وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه: «ټاکل شوې چې حکومت په پاکستان کې د سوداګرۍ زمینه برابره کړي او بهرني پانګوال ډېر را وغواړي، چې په دې هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.»
عمران خان وویل، چې حکومت به يې د بانکونو له لارې له هېواده د باندې هم سوداګري پیاوړې کړي.