Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لندن کې د ایران پر سفارت د برید په تړاو د څلورو تنو نیول

د جمعې پر ورځ( د کب۱۸مه) وروسته له دې ونیول شول چې په لندن کې د ایران پر سفارت وختل او د دې هېواد پر ضد یې شعارونه ورکړ او د بیرغ یې ښکته کړ.

د لند پولیسو هم په دې تړاو د څـلورو کسانو نیول تائيد کړي دي.

پولیسو ویلي دي چې وروسته له غرمې ۶:۴۰ دقیقې څلور تنه ډپلوماتیکې سیمې ته د غیر قانونو ورننوتل او جنايي زیان رسولو په ظن نیول شوي دي.

په دې پېښه کې چاته زیان نه دی رسېدلی او څلورو تنو په داوطلبانه توګه نیول شوي دي.

په لندن کې د ایران سفیر، حمید بعیدنژاد پهخپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي چې برید کوونکي د شېراز فرقې پلویان دي.

ده همداراز لیکلي وو چې«د برید پرمهال د سفارت ټول کارکوونکي په امنیت کې وو.»

دا برید د کب پر ۱۵مه د ایران په قم کې د حسن شېرازي د زوی صادق شېرازي د نیونې په غبرګون کې شوی دی.

د حسن شېرازي د زوی یوه د وینا ویډیو له نیونې مخکې خپره شوې وه او په هغې کې پر ایراني چارواکو سختې نېوکې کړې وې. د نوموړي نېږدې کسان په دې باور دي چې ښاغلی شېرازي د وینا له کبله نیول شوی دی.

د ایران د ټلویزیون خبر ورکړی چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په تهران کې د بریټانیا سفیر، نیکلاس هاپټون څخه غوښتنه کړې چې لندن کې د ایراني ډپلوماټانو ساتنې ته پام وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې، بهرام قاسمي ویلي دي:«بریټانیا د ایراني ډپلوماټانو د امنیت خوندي کولو مسوؤلیت لري.»

د ایرنا خبري آژانس خبر ورکړی دی چې برید کوونکو له ځانه سره چاقو او وسلې درلودې. 

په ۱۹۸۰ زیږدیز کال کې هم وسله‎والو د ایران پر سفارت برید وکړ او په دې لړ کې دوه  تنه ووژل شول، خو پولیسو بیا ټول برید کوونکي ووژل. دا برید په ایران کې د سیاسي بندیانو د خوشې کولو په تړاو شوی وه.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښکاره کوي چې څلور تنه پر سفارت پورته شوي، تور کالي یې اغوستې او سپین او شین بیرغونه یې په لاس کې دي

شریک یي کړئ