Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له پوتین سره د لېدنې په اړه د ټرمپ پر خبرو نیوکې

د روسیې له ولسمشر، ولادمیر پوتین سره تر لیدنې و روسته د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبرې د دې هېواد د کانګرس د غړو له نیوکو سره مخامخ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې څو ورځې مخکې د امریکا قضايي بنسټونو دولس روسي وګړي د امریکا متحده ایالاتونو په ټاکنو کې پر لاس وهنو تورن کړل.

سره له دې دواړو ولسمشرانو د اړیکو پر پراختیا ټينګار وکړ.

پوتین له ټرمپ څخه تر لیدنې وروسته وویل:«موږ د روسیې او امریکا اړیکې او نړیوالو مسایلو باندې بحث وکړ. روښانه ده چې زموږ اړیکو پیچلتیا دوره هم تېره کړې ده؛ خو دا ستونزې اصلي موخې نلري. سړه جګړه پای ته رسېدلې ده او اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ایدیالوژیو مخالفت وخت تېر شوی دی. نړیوال حالت بدل شوی دی.»

ټرمپ هم وویل چې مخالفتونه کومه ګټه نلري او د دواړو هېوادونو په زیان به وي.

ده زیاته کړه:«د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو موضوع ټولو ته څرګند ده. ولسمشر او ما په دې اړه اوږدې خبرې اترې درلودې. خو که اوغواړو چې نړیوالې ستونزې هوارې کړو، نو باید چې ورته د حل لار پیدا کړو او ګډو کټو ته وګورو. په تېرو او نېږدې وختونو کې مو د ډپلوماسۍ اغېزه ولیده. موږ همداراز وروستۍ پېړۍ کې د همکاریو ګټه لیدلې ده.»

په همدې حال کې ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې د روسیې مداخله رد کړه او همداراز یې له دې هېواد سره د خپل جوړجاړي په اړه خبرې رد کړې.

ټرمپ وړاندې وویل:«هېڅ جوړجاړی نه وه. ما ولسمشر پوتین نه پېژندو او داسې کس نه وه چې زه ورسره جوړجاړی وکړم.»

روسیې هم چې په وار وار دا تورونه رد کړي دي، بیا یې هم پر دې دریځ ټینګار وکړ.

پوتین زیاته کړه:«ولسمشر ټرمپ په ټاکنو کې د مداخلې موضوع مطرح کړه. ما هغه څه چې تل مې ویلي، بیا تکرار کړم. د روسیې حکومت کله هم د امریکا په چارو کې د ټاکنو په ګډون لاوهنه نه ده کړې او داسې هوډ هم نلري. موږ چمتو یوو چې ټول شواهد په ګډه توګه وڅېړو.»

په همدې حال کې د روسیې پوتین په اړه د ټرمپ خبرې له نیوکو سره مخامخ شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتونو د کانګرس غړی، اریک سوالول وویل:«زه فکر کوم چې د امریکا بیرغ رپول هلته شرم وه. ځکه چې هلته یو امریکايي ولسمشر نه وه. د امریکا ولسمشر لومړۍ دنده د خلکو ساتنه ده. خو دا یو ولسمشر دی چې د روسیې ترڅنګ دریږي.» 

بل غړی، دارل ایسا زیاتوي:«زه فکر کوم چې د استخباراتي بنسټونو په اړه د ولسمشر د شک څرګندول سم نه دي. پوتین یو شرور کس دی چې په خپل هېواد کې یې ډېر کسان وژلي دي.»

که څه هم چې امریکا او روسیې د اړیکو ښو کولو خبر ورکړ، خو نه ده ښکاره چې د سوریې او اوکراین په څېر د نړیوالو موضوعاتو په اړه د دوی د اړیکو برخلیک څنګه شي.
 
ټرمپ د خپل روسیې سیال سره تر لیدنې وروسته د امریکا متحده ایالاتونو په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه رد کړه

شریک یي کړئ