Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

متحده ایالات: سوریه کې داعش وسله‌وال نه دي مات شوي

په داسې حال کې چې د سوريې حکومت او ملګري يې ایران او روسیه په دې هېواد کې د داعش وسله‌والو د ماتې خبر ورکوي، خو متحده ایالتونه وايي لا هم داعشيان هلته جرړې لري. 

د سوريې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی جیمز جفري وايي، تر څو چې په روسیه کې د ایران مداخلې بندې نه شي، داعش ماتې نه خوري. 

جفري سوريې ته په خطاب کې وړاندې زیاته کړه: «موږ همدارنګه فکر کوو، چې تاسې داعش نه‌شئ ماتولی، تر هغو چې د سوريې رژیم بدل او د ایران رول پای ته ورسېږي.»

جیمز جفري ایران په سوریه کې د اسراییلو، ترکيې او اردن لپاره هم ګواښ بولي او په وینا يې دا هېوادونه زموږ ملاتړي دي. 

د سوريې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي وویل د دې بهیر اساس پر دې دی چې باید ایران وایستل شي. 

هغه زیاته کړه: «د ایران شړل د دې بهیر اساس دی، دا د امریکا متحده ایالتونو لپاره نظامي هدف نه دی او نه هم د امریکایانو یو نظامي ماموریت دی، موږ پوهېږو چې دا هغه پایلې دي چې سوریه کې داخلي تاوتریخوالی ختمولی شي، د سوريې او ګاونډیانو لپاره يې امنیت تضمینوي، موږ وینو چې ایران له خپلو ځواک سره زموږ درې متحدینو لومړی اسراییل، ترکيې او اردن ته یو ګواښ دی.»

دا په داسې حال کې دی چې ایران، روسیه او سوریه پر دې باور دي، چې دې هېواد کې داعش وسله‌والو ماتې خوړلې.  
 
شریک یي کړئ