Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملاله یوسفزۍ: میانمار کې تاوتریخوالی باید پای‎ته ورسیږي

د ښوونې او روزنې په برخه کې فعاله او د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ په میانمار کې د مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی غندي او د دې هېواد له مشرې، یانګ سوچي غواړي چې دا ناورین وغندي.

نوموړي د پاکستان په ګډون له یو شمېر هېوادونو د خبرپاڼې په خپرولو سره غوښتنه کړې چې له ګواښ سره مخامخو کسانو ته پناه ورکړي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دی:«کله چې زه خبرونه وینم، نو زما زړه د روانګینیا مسلمانانو حالت لیدو له امله ماتیږي.»

ملالې یوسفزۍ وویل:«د څو کلونو راهیسې، ما په وار وار د ډول دردونکی او بد چلند غندلی د ی. زه لا هم د نوبل د سولې جايزه ګټونکي غواړم، سان سوچي غوښتنه کوم چې دا جنایت وغندي.د روهنگیا د نړۍ مسلمانان په تمه دي.»

د روهینګا خلک د لسیزو راهیسې په میانمار کې تاوتریخوالیو شاهدان دي. د میانمار اکثریت نفوس بودایان جوړوي.

راپورونه څرګندوي چې میانمار کې کابو ۴۰۰ د روهینګیا مسلمانان په وروستیو پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.

انځورونه په میانمار کې د تېرې اوونۍ په ټولنیزو شبکو کې د اقلیت په وړاندې تاوتریخوالی ښيې.

سرتیري او وسله‎وال په رخین بې‎وزله میشه سیمه کې د خلکو د کورونو سوځولو او په جنایتونو تورن دي.

په همدې حال کې د میانمار مشرې، سانسوچي د میانمار په مسلمانانو باندې د بریدونو د مخنیوي لپاره د ډېرو نړیوالو نیوکو سره مخامخ شوې ده.

د برتانيې د بهرنيو چارو وزير، بورس جونسن د شنبې پر ورځ يو پخواني سياسي بندي ته ګوته وڅنډوله چې په خپل هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي.

جانسن زیاته کړه:«سانسوچي ته د اغیزمنې څېرې په توګه کتل کېږي، خو دا تاوتریخوالي د برما له لویوالي کموي.»

د افغانستان حکومت هم په میانمار کې د مسلمانانو پرضد تاوتریخوالي وغندلو.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په میانمار کې به د مسلمانانو وژنه وغندل شي او دا به د بشري جرم په توګه وګڼل شي.

د سولې جایزې درلودونکې، ملالې یوسفزۍ په میانمار کې د بلې دې جایزې درلودونکې، انګ سان‎سوچي څخه غوښتنه کړې چې په خپل هېواد کې بشري جنایتونه وغندي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه