Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا تازه بندیزونه ولګول

 د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تېره ورځ دوشنبې( د وږي ۲۰مه)پر شمالي کوریا نوي بندیزونو لګولي دي او په کې له دغه هېواد څخه نورو هېوادونو ته د کاشي واردول چې د شمالي کوریا د عوایدو تر ټولو لویه سرچینه ده، پرې بندیز لګول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې چین او روسیې پر شمالي کوریا د لا سختو بندیزونو مخنیوي کړی دی.

له بلخوا د امریکا متحده ایالاتونه غواړي چې پر شمالي کوریا د اټومي پروګرام له کبله لا ډېر بندیزونه ولګول شي.

د دغو بندیزنو موخه د شمالي کوریا اقتصاد ته زیان اړول ښودل شوي، ځکه دا هېواد خپل عواید پر اټومي پروګرام او د لیرې واټن ویشتوونکو توغندیو پر جوړولو لګوي.

لوېدیځي ډیپلوماټان وايي چې پر شمالي کوریا د بندیزونو لګول د سیاسي حل لارې لپاره مهمه لاره ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتونو سفیرې، نیکي هيلې ویلي دي چې هېواد یې له شمالي کوریا سره جګړه نه غواړي او پیونګ یانګ لا هم د بېرته شاتګ ټکي څخه نه دی تېر شوی او کولی شي چې سیاسي حل لارې ته مخه کړي.

نوموړي زیاته کړې ده:"که دا هېواد د  خپل اټومي پروګرام پر درولو هوکړې ته ورسېږي، کولی شي بیا خپل راتلونکی ښه کړي. که ثابته کړي چې کولی شي په سوله کې ژوند وکړي، نو نړۍ به له دې هېواد سره سوله وکړي."

تېره اوونۍ شمالي کوریا د شپږم ځل لپاره اټومي آزموینه ترسره کړه.

سره له دې چې تېره ورځ ملګروملتونو پر شمالي کوریا بندیزونه ولګول، خو چین او روسیې پر یاد هېواد د لا ډېرو بندیزونو مخنیوی وکړ

شریک یي کړئ