Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مودي: پر هندي پوځ د برید عاملان به ستره بیه ورکړي

د هند تر کنټرول لاندې کمشیر د جمو ایالت په پلواما سیمه کې له مرګوني برید یوه ورځ وروسته، د دغه هند لومړی وزیر نرېندرا مودي ګواښ کوي چې د دغه پېښې عاملان به ستره بیه ورکړي.

د هند لومړی وزیر ټينګار کوي دا هېواد به هغه کسان چې دا برید یې پلان او عملي کړی ستره تېروتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه:«زه غواړم ترهګرو ډلو او د هغوی ملاتړو ته ووایم چې هغوی یوه ستره تېروتنه کړې او هغوی به د خپل دې کار له امله لویه بیه ورکړي.»

اخوا په جمو او کشمیر کې اعتراض کوونکو د پاکستان پرضد شعارونه ورکړل او د دې هېواد بیرغ ته یې اور ورته کړ.

یو معترض په دې اړه وویل:« موږ غواړو خپل هر یوه چارواکي او وزیرانو ته ووایو چې خلک ستاسو ترڅنګ ولاړ دي او تاسو باید پاکستان ته ځواب ورکړئ چې دوی پوه شي.»

یو شمېر هندي چارواکي او د دغه هېواد رسنۍ پاکستان د دې برید په پلانولو تورنوي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې دا څرګندونې ردوي.

بیانیه زیاتوي پاکستان هر ډول تاوتریخجنې کړنې غندي.

د پنجشنبې په ورځ د جمو کشمیر ایالت په پلواما سیمه کې د هندي پولیسو پر بس موټر، موټر بم برید وشو چې له امله یې ۴۴ هندي پوځیان ووژل شول.

د رپوټونو له مخې په دغه موټر کې څه باندې ۳۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو.

دا په کشمیر کې ترټولو مرګونی برید بلل شوی دی.

د دې برید مسوولیت په کشمیر کې د جیش محمد بېلتون غوښتونکې ډلې پرغاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ