Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مېرکل د المان مسیحي ډموکراټ ګوند له مشرۍ استعفا وکړه

د المان لومړۍ وزیرې نګلامېرکل له ۱۸ کلونو وروسته د دغه هېواد د مسیحي ډموکراټ ګوند له مشرۍ استعفا وکړه.
هغې د وروستي ځل لپاره د مسيحي ډموکراټ ګوند د مشرۍ په توګه، د دغه ګوند غړو ته وینا وکړه. مېرمن مېرکل په خپلې وینا کې چې په کلکه احساساتي وه خپلو پلویانو او د ګوند غړو ته وویل چې دا ګوند یوازې په یوه کس پورې تړلی نه دی.
هغې زیاته کړه:«غواړم چې د مسیحي ډموکراټ ګوند له ټولو کارکوونکو او مشرتابه مننه وکړم. زه هېڅکله ستاسو ژمنه او مسلکي والی نه هېرم.» 
مېرکل وايي چې مسیحي ډموکراټ ګوند باید د هغې له مشرۍ وروسته هم پرمختګ وکړي:«باید تل پوه شو چې ګوند هېڅکله یو کس نه دی؛ بلکې ټول کسان سره یو دي. د په ښارونو، ایالتونو، ټولونو او نورو برخو کې باید د ګوند ټولې څانګې باید یو بل ته سره لاس ورکړي.»
په همدې حال کې انګرټ کرمپ کارنبایر چې د ښاغلې مېرکل د خوښې وړ نوماند هم وه د دغه ګوند نوی مشر وټاکل شو.
که‎څه هم هغې د مسیحي ډموکراټ ګوند له مشرۍ استعفا وکړه خو تر ۲۰۲۱ زیږدیز کال پورې د المان لومړۍ وزیرې په توګه به کار وکړي.
مېرمن مېرکل چې په ۲۰۰۵ کال کې د لومړي ځل لپاره د المان لومړۍ وزیره شوه، د اروپا یوه مشهوره او محبوبه مشره او د نړۍ ځواکمنه ښځه شمېرل کېږي.

که‎څه هم انګلا مېرکل د مسیحي ډموکراټ ګوند له مشرۍ استعفا وکړه خو تر ۲۰۲۱ زیږدیز کال پورې د المان لومړۍ وزیرې په توګه به کار وکړي.

شریک یي کړئ