Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نظرپوښتنې: مودي به هند کې بیا واک ترلاسه کړي

د هند د پارلماني ټاکنو تر پایته رسېدو وروسته تمه کېږي چې د دې هېواد لومړۍ وزیر، نرندرا مودي یوځل بیا واک ته ورسیږي.

که څه هم ټاکل شوې ده د هند د پارلماني ټاکنو پایلې درې ورځې وروسته اعلان شي، خو نظرپوښتنې ښیې چې د هند "بهاراتیا جاناتا" ګوند د پارلمان کابو ۳۳۰ څوکۍ خپلې کړې دي.

مخکې له دې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د مودي پلویانو په ټاکنو کې ۳۳۶ څوکۍ خپلې کړې وې.

د "بهاراتیا جاناتا" سیال ګوند "ملي کنګرې" هم ښایې د تېرو ټاکنو په پرتله ډېرې څوکۍ خپلې کړې وي.

د اکثریتي دولت د رامنځته کولو لپاره ۲۷۲ څوکیو ته په پارلمان کې اړتیا ده.

د شمېرو له مخې د هند د پارلماني سراسري ټاکنو کې، ۹۰۰ مېلیونه تنه د رایې ورکړې پر شرایطو برابر وو.

په دې ټاکنو کې د هند د ملي کانګرس ګوند، د بهاراتیا جنتا ګوند یوازنی سیال ګوند وو.

د "بهاراتیا جاناتا" سیال ګوند "ملي کنګرې" هم ښایې د تېرو ټاکنو په پرتله ډېرې څوکۍ خپلې کړې وي

شریک یي کړئ