مسلمانانو د نړۍ په ګوټ کوټ کې، نن دوشنبې (د غوايي په ۱۶مه) روژه ونیوله او ځينې نور هېوادونه د روژې د لومړۍ ورځې لپاره سبا ته چمتووالی نیسي.
د پاکستان د سپوږمۍ د لیدو کمېتې رییس منیب الرحمان په دې اړه وویل:«د ټولو متخصصانو په همکارۍ او مشورې سره پرېکړه وشوه چې د سپوږمۍ د نهلیدو له امله، د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ به سبا سېشنبې(د مۍ اومه) وي.»
په ایران کې به هم خلک د سېشنبې په ورځ روژه ونیسي.
دغه هېواد هم په خپله په تمه پاتې شو څو میاشت وویني او له هغې وروسته خلک یې روژه ونیسي.
خو له فقهي مسایلو پرته، اقتصادي مسایل هم دي چې د ځينو اسلامي هېوادونو وګړي یې اندېښمن کړي دي.
کهڅه هم د اسلامي هېوادونو وګړي د روژې له رارسېدو خوشحالي کوي؛ خو په دغې میاشت کې د خوراکي توکو د بیې لوړېدو له امله شکایت هم کوي.
د روژې مبارکې میاشتې له رارسېدو سره، د خوراکي توکو بیه په ډېریو اسلامي هېوادونو کې لوړېږي.
د روژې مبارکه میاشت په داسې حال کې راورسېده چې د افغانستان، سوریې او فلسطین په ګډون په ځينو اسلامي هېوادونو کې جګړه روانه ده او په ځينو نورو هغو کې، لکه سوډان او الحزایر کې خلک د حکومتونو د نسکورېدو غوښتونکي دي.