Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیکولاس مادورو د ونزویلا ټاکنو کې بریالی شو

د ویزویلا ولسمشرۍ ټاکنو پایلې د نیکولاس مادورو بریا ښیې او نوموړی به د یوې شپږ کلنې دورې لپاره ولسمشر وي.

که څه هم چې ټاکنو کې د خلکو ګډون کم وه او یوازې ۴۶ سلنه د رایو ورکولو وړو کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی، خو د نیکولاس مادورو پلویانو دا بریا ولمانځله.

د ونزویلا د ټاکنو ملي کمېسیون رئیس، تبسیای لوسنتا لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې شل میلیونه او ۵۲۷زره او ۵۷۱ کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی وه او له ډلې یې اته میلیونه او ۶۰۳ زره او ۹۳۶معتبرو رایو، نیکولاس مادورو پنځه میلیونه او ۸۲۳ زره او ۷۲۸ یې خپلې کړې دي.

په همدې حال کې د مادورو سیال او د ولسمشرۍ بل نوماند، هنري خوزه فالکن په دې ټاکنو کې یو میلیونو ۸۲۰زره او ۵۵۲ رایې خپلې کړې او درېیم ځای کې خاویر الخاندرو برتوچي د ۹۲۵ زره او ۴۲ رایو سره خپل کړی دی.

هنري ویلي دي چې دا ټاکنې سمې نه دي او باید چې له سره ترسره شي.

ده زیاته کړې د:«په ټاکنو کې له جبري لارو کار اخیستل شوی دی او موږ نه یوو ډاډه ې دا ټاکنې آزاده وې.»

په همدې حال کې بل نوماند، برتوچي هم د ټاکنې پایلې سمې نه بولي او وايي:«د ورځې په پای کې پایله څرګندیږي خو ناسمه او چې په کې لاس وهل شوي وي.»

دا په داسې حال کې ده چې دوه تنه د مادورو اصلي مخالفان په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوي وو.

له ټاکنو وروسته امریکا متحده ایالاتونو چې د ونزویلا سخت مخالف دی، دا ټاکنې نامشروع بللې، خو مادورو له بریالې کېدو وروسته د امریکا پر دې کار نیوکه کوي او وايي چې د امریکا دا خبرې د دوی ناهیلي ښیې.
 
خو مادورو اصلي مخالف نوماند، هنري خوزه فالکن وايي چې دا ټاکنې مشروعیت نلري او باید چې بیا ترسره شي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه