Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند کې سیلاوونو زرګونه کسان بې‎کوره کړل

د تېرو دوو ورځو راهیسې د هند سویل ختیځ کې بې‎ساري بارونونه د سیلاوونو راوتو لامل شوي او زرګونه کسان له خپلو کورونو بې‎ځایه کړي دي.

دې سیلاوونو تر اوسه د شپږو کسانو ژوند اخیستی دی.

د دې هېواد مانیپور ایالت مرکز ایمفال ښار شاوخوا سیمو کې سیلاوونو ډېر شمېر کورونه د بنسټيزو جوړښتونو په ګډون سرکونه هم وران کړي دي.

په دې ښار کې خلک د دولتي ادارو د مرستو له نرسېدو شکایت کوي.

د سیمې اوسېدونکې، تیوبا وايي:«موږ تر اوسه پورې د حکومت څخه کومه مرسته نه ده ترلاسه کړې. ډېر سخت حالت لرو.»

د سیلاو له امله یو شمېر زیانمن کسان چې پوځ پنډغالو ته لېږدولي دي، څه ناڅه مرستې ترلاسه کړې دي.

ویل کېږي چې د زیان کچه زیاته وه او سیمه‎ييز حکومت ځکه د پوځ څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د بېړنیو حالاتو ادارې مسوؤل، رنجیت کمار سنګ څرګندوي:«موږ په جمو او کشمیر سیمو کې چې پوځ په کې شته د لټون عملیات پیل کړي دي. د څو ایالاتونو ځواکونو ونډه درلوده.»

هر کال په هند کې موسومي بارانونه د ډېر شمېر ورانیو لامل کېږي.

هند کې سیلاوونو زرګونه کسان بې‎کوره کړل

ویل کېږي چې د زیان کچه زیاته وه او سیمه‎ييز حکومت اړ شوی تر څو د دې هېواد له پوځ څخه د مرستې غوښتنه وکړي

شریک یي کړئ