Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وروسته له پنځو کالو د داعش د ډلې ویډیو خپره شوه

د داعش ډلې مشر، ابوبکرالبغدادي وروسته له پنځو کالو په یوه ویډیو یې تصویر کې ښکاره شوی او په دې ویډیو کې یې ویلي دي چې د داعش ډلې او لویدیځو هېوادونو ترمنځ به جګړه روانه وي.

نوموړی سوریه کې خپله ماته مني او د خپلو خبرو په یوه برخه کې یې ویلي دي چې سریلانکا کې بریدونه د سوریې په باغوز کې د داعش ډلې د ماتې غچ وو.

د داعش د ډلې مشر، ابوبکر البغدادي وايي:«په باغوز کې جګړې پای ته ورسېدې او د مسلمانانو پر وړاندې یې د صلیبیانو وحشت ښکاره کړ. له دې سرهه مهاله یې د مسلمانانو مېړانه او پایښته ښکاره کړ.»

بغدادي وايي چې په دې وروستیو کې یو شمېر افریقايي هېوادونو له داعش ډلې سره بیعت کړی دی.

دی وړاندې وايي:«موږ په بورکینافاسو او مالي کې خلافت کاروان سره د بیعت لپاره مبارکي وایوو. زموږ ورور (ابو ولید الصحراوي) ته سپارښتنه کوو چې پر صلیبي فرانسې او ملګرو یې خپل بریدونه زیات کړي او په سوریه او عراق کې د خپلو وروڼو انتقام واخلي.»

دا نه ده څرګنده چې د ابوبکرالبغدادي خپره شوې ویډیو چېرته او کله ثبت شوې ده.

بغدادي په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د خلافت ادعا وکړه چې تر هغې وروسته په سوریې او عراق کې یې تر ولکې لاندې کابو اته میلیونه کسان وو، خو په دې وروستیو دریوو کلونو کې داعش ډله له سختو ماتو سره مخامخ شوه.

اوس مهال نه ده څرګنده چې بغدادي چېرته دی.

شریک یي کړئ